ټرمپ دايت الله خامنائي دقتلولو اسرائيلي منصوبه رد کړه

Jun 16, 2025 - 13:48
 0  0
ټرمپ دايت الله خامنائي دقتلولو اسرائيلي منصوبه رد کړه

امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ دايراني سپريم  ليډر ايت الله علي خامنه ائي  دوژلو اسرائيلي منصوبه مسترد کړې ده

 دبرطانوي خبري ادارې رائټرز ترمخه دوه اعلي امريکائي اهلکاروانکشاف کړےدے چې داسرائيلو لخوا دخامنه ائي  دوژلو منصوبه پيش کړے شوې وه، خو صدر ټرمپ  ددې منصوبې منظورۍ ورکولو نه انکار کړے ؤ.

 درپورټ ترمخه  کله چې دصدر ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې ايا ايراني حمله کښې کوم امريکائي هلاک شوے، نو هغه جواب ورکړے چې نۀ.

 اخوا اسرائيلي وزيراعظم بنيامين نيتن ياهو فاکس نيوز سره مرکه کښې  دټرمپ دويټو خبر غلط ګرځولے دے، نيتن ياهو وئيلي  هغه په دې معامله نور څه نۀ وئيل غواړي، خو هغه دعوه کړې چې ايران امريکائي صدر ټرمپ خپل  دوړومبي نمبر دشمن ګڼي اؤ هغه قتلول غواړي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي