امريکا دضرورت په پېښيدو داسرائيلو په دفاع کښې مدد کولے شي، ټرمپ

دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي کۀ ضرورت پېښ شي نو امريکا به داسرائيلو په دفاع کښې مدد کوي، دۀ وئيلي دي چې په ايران اوسنيو اسرائيلي حملو کښې واشنګټن ککړ نۀ دے.. صدر ټرمپ پخپل يو بيان کښې واضحه کړې ده چې دايران سره جوهري وسلې نۀ شي کيدے اؤ امريکا په دې حواله هره خطره په سنجيدګۍ سره اخلي.
صدر ټرمپ وئيلي دي چې هغه دايران دمذاکراتو ميز ته دواپس راتللو اميد لري چې دغه شان په سيمه کښې امن اؤ استحکام بحال کړے شي.
دټرمپ دا بيان په داسې حال کښې راغلے دے چې اسرائيلو په ايران حمله کړې ده چې ورسره په سيمه کښې دجنګ خطرې سيوا شويدي.
What's Your Reaction?






