فيصل اباد کښې دفيکټرۍ دننه چاؤدنې،14 مړۀ
فيصل اباد( وحدت خبر) پۀ فيصل اباد کښې دفيکټرۍ دننه چاؤدنې شويدي چې له امله ئې 14 کسان مړۀ شويدي، دريسکيو چارواکو وينا ده چې ملک پور کښې دکيميکل فيکټرۍ دننه دسيلنډرو چاؤديدو ويرونکې پېښه شوې ده، دريسکيو چارواکو وئيلي دي چې دچاؤدنې شدت دومره سيواؤ چې له امله ئې دنزدې ګڼو کورونو چتونه هم راپريوتي دي. داؤدنې په وجه دفيکټرۍ سره نزدې ديو کور دچت راپريوتو له امله ښځه، خاوند اؤ دهغوي دوه بچي دملبې لاندې راغلي اؤ پحق رسيدلي دي، پېښه کښې په مجموعي توګه مړو شوو کښې شپږ ماشومان، دوه زنانه ، دوه مشران اؤ دفيکټرۍ يو ملازمان شامل دي. دسيمې خلقو پخپلې مرستې سره لاشونه دملبې نه راويستلي، ژوبل شوي کسان هسپتال ته منتقل کړے شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0