د17573 اربو روپو وفاقي بجټ پيش، تنخادارې طبقې اؤ پراپرټۍ لپاره ريليف،په سولر پينل ټيکس ولګول شو

Jun 11, 2025 - 02:14
Jun 11, 2025 - 02:14
 0  2
د17573 اربو روپو وفاقي بجټ پيش، تنخادارې طبقې اؤ پراپرټۍ  لپاره ريليف،په سولر پينل ټيکس ولګول شو

حکومت دمالي کال ٢٠٢٥-٢٦م لپاره د١٧ زره ٥٧٣ اربو روپو بجټ پيش کړے دے چې پکښې د٦٥٠١ اربو روپو خساره ده،٨٢٠٧ اربه روپۍ به دسود په ادائيګۍ  خرچ کيږي، دفاع لپاره ٢٥٥٠ اربه روپۍ مختص کړے شويدي، په بجټ کښې  تنخادارې طبقې اؤ دپراپرټۍ څانګې ته ريليف ترلاسه شوے دے،  دسولر پينل په درامد دروند ټيکس لګول شوے دے.

 دبجټ داهمو نکاتو ترمخه داقتصادي شرحې څلور اعشاريه دوه فيصده پاتې کيدو امکان دے، ګراني اووۀ اعشاريه پينځه پاتې کيدل متوقعې دي

  دايف بي ار دمحصولاتو اندازه ١٤ زره ١٣١ اربه ، دصوبو برخه ٨٢٠٦ اربه ده، دوفاقي نان ټيکس ريونيو هدف ٥١٤٧ اربه روپۍ اؤ خالصه امدني ١١٠٧٢ اربه روپۍ ده.  دوفاقي حکومت دټولو لګښتونو اندازه ١٧ زره ٥٧٣ اربه روپۍ، دسود په مد کښې ٨٢٠٧ اربه روپو ادائيګي اؤ ددفاع لپاره ٢٢٥٠ اربه روپۍ مختص کړے شويدي. دبجلۍ اؤ نورو څانګو سبسډي لپاره ١١٨٦ ارب روپۍ مختص کړے شويدي

 ګرانټس لپاره ١٩٢٨، بې نظير انکم سپورټ پروګرام لپاره ٧١٦ اربه روپۍ مختص کړے شويدي، ټرانسپورټ انفراسټرکچر لپاره  زر اربه روپۍ ځانګړې کړے شويدي، کراچۍ نه چمن شاهراه اين ٢٥ لپاره ١٠٠ اربه روپۍ بيلې کړے شويدي

 زراعت لپاره څلور اربه روپو نه سيوا مختص کړے شويد، اعلي تعليم لپاره اتۀ اعشاريه پينځه اربه روپۍ، د سائنس اؤ ټيکنالوجۍ ٣١ جاري منصوبو لپاره څلور اعشاريه اتۀ اربه روپۍ مختص کړے شويدي

 دتعليم لپاره ١٨ اعشاريه پينځه اربه روپۍ مختص کړے شويدي. دانش سکولونو قيام لپاره نهه اعشاريه اتۀ اربه روپۍ، دصحت څانګې يوويشتو اهمو منصوبو لپاره څوارلس اعشاريه درې اربه روپۍ اؤ دګورننس لپاره يوولس اربه روپۍ بيلې کړے شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي