بلوچستان کښې پنځه ترهګر هلاک
) په بلوچستان کښې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کښې پينځه ترهه ګر وژل شويدي.
د بلوچستان د کيچ ضلعې په عمومي سيمه شير بندي کښې د امنيتي ځواکونو پۀ ګزمه د ماين چاودنه شوې چې له امله يې د يو کپتان په ګډون پنځه پوځيان خپل ژوند له لاسه ورکړے دے.
د پاک پوځ د عامه اړيکو ادارې (آي ايس پي آر) له مخې، دا چاودنه پرون مازديګر شوې وه، چې پکې د لورالايي اوسېدونکي کپتان وقار احمد ، د ډيره غازي خان نائيک عصمت الله ، د سکر لانس نائيک جنيد احمد ، د مردان لانس نائيک خان محمد او د صوابۍ سپاهي محمد ظہور شهيدان شوي دي.
د پېښې نه پس امنيتي ځواکونو په سيمه کې د تصفيې ځانګړي عمليات پيل کړل چې په ترڅ کې يې د "فتنه هند" سره تړلي پنځه وسلهوال ترهګر وژل شوي دي.
آئي ايس پي آر ويلي چې د پوځ دا ډول قربانۍ به د ترهګرۍ پر ضد روانه مبارزه لا پياوړې کړي، او د هېواد د امن دښمنانو ته به هېڅکله اجازه ورنه کړل شي چې د پاکستان ثبات ته ګواښ جوړ کړي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0