بهارت پاکستان ته په ٧ؤ وکټو شکست ورکړو

Sep 14, 2025 - 23:01
 0  3
بهارت پاکستان ته په ٧ؤ وکټو شکست ورکړو

دايشيا کپ هائي وولټيج مقابله کښې بهارت پاکستان ته په ٧ؤ وکټو شکست ورکړے دے. ددوبۍ اسټيډيم کښې لوبول شوي  ميچ کښې  پاکستان ټاس ګټلے اؤ کپتان سلمان علي اغا دبيټنګ فيصله کړې ده.

 دپاکستان اوپنر اؤ مډل ارډر يو ځل بيا ناکامه شوے، دصاحبزاده فرحان دڅلويښتواؤ شاهين د٣٣ؤ رنزو په وجه مجموعي سکور ١٢٧ ته رسيدلے، ددې نه علاوه  پينځه اهم لوبغاړي ډبل فګر ته نۀ دي داخل شوي، فخرزمان ١٧، فهيم اشرف ١١ اؤ صفيان مقيم ١٠ رنز جوړ کړيدي. دبهارت لخوا کلديپ يادوو څلور اوورونو کښې اتلس رنز ورکولو سره درې، ايکسرپټيل اؤ بمراه، دوه، دوه اؤ هاردک پانډيا، ورون چکرورتي يوه يوه وکټه پخپل نوم کړې ده.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي