نوښار کښې دوسلې په زور افغانستان ته ستنيدونکي افغان مهاجرين لوټ کړے شول
نوښار( وحدت خبريال) دنوښار اضاخيل جي ټي روډ باندې دورځې په رڼا کښې په موټرسائيکل سورو نقاب پوشو شوکمارو دوسلې په زور افغانستان ته واپس کيدونکي افغان مهاجرين لوټ کړيدي
دمهاجرينو قافله تيره ورځ ديو اين ايچ سي ار دفتر کښې دداخلې په لړ کښې دپنجاب نه نوښار اضاخيلو ته راروانه وه، شوکمارو دوه ټرکونه اؤ درې لاروي دزرګونو روپو نغدو، موبائيل اؤ قيمتي څيزونو نه محروم کړيدي.
داضاخيل تاڼې پوليسو وړومبے دپېښې نه دلا علمۍ څرګندنه کړې اؤ بيا ئې موقف اختيار کړے چې دپېښې تحقيقات روان دي.
افغانستان ته ستنيدونکو افغان کډوالو په دې پېښه سخت احتجاج کړے اؤ دافسوس ارهار ئې کړے دے.
افغان مهاجرينو دنوښار ډي پي او، ډي ائي جي مردان اؤ ائي جي خېبرپښتونخوا نه دسخت نوټس اخستو اؤ شوکمارو دګرفتارۍ غوښتنه کړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0