داسرائيلي ارمي چيف په بهرنيو ملکونو کښې دحماس دقيادت په نخښه کولو دهمکي

Sep 1, 2025 - 13:41
 0  1

دحوثيانو دوزيراعظم  اؤ دالقسام بريګيډ دترجمان ابو عبيده دوژلو نه پس اسرائيلي ارمي چيف   په بهرنيو ملکونو کښې دحماس دقيادت په نخښه کولو دهمکي ورکړې ده. داسرائيلي فوج مشر ايال زامير وئيلي دي چې  اسرائيل به دحماس  په بهر ملکونو کښې موجود مشران په نخښه کوي. شمالي کمان کښې يوې غونډې ته په وينا کښې زامير ووئيل  اسرائيلي فوج په هر محاذ  حمله کوونکې تګلاره اؤ دعملي برترۍ سره کارروائي جاري ساتلې ده.. دۀ ووئيل چې په ابو عبيده حمله په يمن، لبنان اؤ شام کښې داسرائيلي کارروائيو تسلسل دے اؤ دا سلسله به دلته نۀ ختميږي. دۀ ووئيل چې  دحماس زياتره اعلى قيادت په بهر ملکونو کښې موجود دے اؤ مونږ به تر هغوي هم لاسرسے ترلاسه کوو اؤ ختم به ئې کړو. اسرائيل بهدخپلو ټولو تښتول شوو وګړو، کۀ هغه ژوندي وي او که مړه، واپس راوړلو لپاره کوششونه جاري ساتي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي