باجوړ، دبارودي سرنګ چاؤدنه کښې درې ترهه ګر هلاک

Jun 29, 2025 - 14:49
 0  0
باجوړ، دبارودي سرنګ چاؤدنه کښې درې ترهه ګر هلاک

 دخېبرپښتونخوا قبائيلي علاقه باجوړ کښې  په شدت خوښو دريموټ کنټرول  ائي اي ډي حمله کښې درې دهشت ګرد وژل شويدي اؤ يو په ژوبل حالت کښې تښتيدلے دے

 دذريعو ويناده چې  دوژل شوو ټولو ترهه ګرو  تعلق دکالعدم تنظيم دذيلې ګروپ سره ؤ چې په اوسنيو ورځو کښې دداخلي تنازعاتو ښکار ؤ. دذريعو وينا ده چې  چاؤدنه  دترهه ګرو دخپل مينځي اختلافاتو اؤ داخلي  جنګ نتيجه ده

 دکالعدم تنظيمونو لخوا دا پېښه پټه ساتل کيږي، وئيل کيږي چې په باجوړ کښې دکالعدم عناصرو ترمينځ  جاري اختلافات تشويشناک حده پورې سيوا شويدي چې په نتيجه کښې ئې دتنظيم ډهانچه  دننه نه  کمزورې کيږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي