ژوب،دپنجاب څلور کسان سيلاب لاهوکړل

) په بلوچستان کښې دسختو بارانونو نه پس په سيندونو اؤ خوړونو کښې داوبو کچه لوړه شوې ده، په ژوب سيمه کښې پنجاب نه راغلے خاندان دسيلاب ښکار شوے دے چې له امله ئې څلور کسان مړۀ شويدي، پۀ خوړ کښې دننه ولاړ ګاډي کښې شپږ کسان سوارۀ وو کوم چې ناڅاپي سيلابي اوبو لاهو کړے دے.
پېښه دژوب تفريحي مقام سليازه کښې شوې ده. په دې پېښه کښې په ګاډي کښې دپنجاب دملتان ښار نه دراغلي يو خاندان کسان دسيلابي اوبو ښکار شويدي چې هلته دسيل لپاره ورغلي وو، مړو شوو کښې زنانه اؤ ماشومان شامل دي. مقامي خلقو دوه کسان ژوندي راويستلي اؤ هسپتال ته ئې منتقل کړيدي.
What's Your Reaction?






