سرګودها،دناجائزه تعلقاتو په شک يو خاوند خپله ميرمنه اؤ پينځه بچي قتل کړل

Mar 17, 2026 - 01:22
 0  2
سرګودها،دناجائزه تعلقاتو په شک يو خاوند خپله ميرمنه اؤ پينځه بچي قتل کړل

سرګودها(  وحدت خبر) دپنجاب ضلعې سرګودهې په خواؤشا علاقه بهاګټانواله کښې  يو خاوند  خپله ميرمنه اؤ پينځه بچي قتل کړيدي، دپوليسو تر مخه دبهاګټانواله تاڼې حدودو چک ٢٥ جنوبي کښې ملزم ياسين ملاح  دتبر په وار سره خپله ميرمنه اؤ بچي قتل کړيدي. وژل شوو کښې  دهغه ميرمنه فرخنده، اتلس کلنه لور نور فاطمه، څوارلس کلن زوي علي حسن، يوولس کلن طيب ، دوه کلن حسنين اؤ يو کلن زوې شامل دي. دپوليسو وينا ده چې ملزم دپېښې وروسته ځان هم ژوبل کړے دے چې په تشويشناک حالت کښې هسپتال ته منتقل کړے شوے دے. دريسکيو ذريعو وينا ده چې ټول لاشونه اؤ ژوبل شوے ملزم ډي ايچ کيو هسپتال ته منتقل کړے شويدي.  دپېښې وجه دمبېنه ناجائزه تعلقاتو شک  ښودل کيږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي