دعمران خان دبينايۍ د٧٠ فيصده بحال کيدو دعوه،سپريم کورټ کښې رپورټ جمع

Feb 17, 2026 - 01:20
 0  2
دعمران خان دبينايۍ د٧٠ فيصده بحال کيدو دعوه،سپريم کورټ کښې رپورټ جمع

اسلام اباد( وحدت خبر) دپاکستان تحريک انصاف دباني  اؤ پخواني وزيراعظم عمران خان دطبي معائنې په اړه ابتدائي رپورټ په سپريم کورټ کښې جمع کړے شوے دے. دپخواني وزيراعظم ميډيکل رپورټ مخې ته راغلے دے.  دګل په ورځ اډياله جيل کښې دپخواني وزيراعظم عمران خان دسترګو طبي معائنه کوونکي ډاکټر نديم قريشي اؤ ډاکتر عارف خان دخپل لاسليک سره رپورټ جاري کړے دے. دميډيکل رپورټ رمخه  دپاکستان تحريک انصاف چئيرمين بيرسټر ګوهر علي خان اؤ علامه راجه ناصر عباس  دپاکستان انسټي ټيوټ اف ميډيکل سائنسز( پمز) هسپتال دوره کړې ده چرته چې ډاکټرانو هغوي ته دپي ټي ائي دباني چئيرمين دصحت په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړے دے. دعمران خان  ذاتي ډاکټرانو ډاکټر  عاصم يوسف اؤ ډاکټر خرم مرزا ته هم فون شوے اؤ تر پينځه ويشتو منټو بريفنګ ورکړے شوے دے چې هغوي پرې داطمينان اظهار کړے دے. دسترګو دمرضونو ماهرانو ميډيکل بورډ په پينځلسمه فرورۍ دپي ټي ائي دباني چئيرمين معائنه کړې، بورډ کښې دالشفاء ټرسټ ائي اسپتال پروفيسر ډاکټر نديم قريشي اؤ دپمز اسلام اباد پروفيسر ډاکټر محمد عارف خان شامل وو. دميډيکل رپورټ ترمخه دعمران خان دسترګو  په بينايۍ کښې ډاګيزه بهتري راغلې ده، دهغه  دښې سترګې بينائي  دچشمو نه بغير24/6 پارشل  اؤ  دګسې سترګې  بينائي 9/6 پارشل ريکارډ کړے شوے دے.  دچشمو استعمال سره دښي سترګې بينائي 9/6 پارشل اؤ دښي سترګې بينائي 6/6 ته رسيدلې ده. دپخواني وزيراعظم دښي سترګې په معائنه کښې  دوينې چليدو اؤ دبصارت په پرده دسوزي اثار موندل شوي خو دښي سترګې سوزيدو کښې ئې ډاګيز کمے راغلے اؤپړسوب ئې د٥٥٠ نه ٣٥٠ ته راکم شوے چې دبهترۍ علامت ګرځولے شي. ميډيکل بورډ ددواړو سترګو لپاره نيواناک اؤ سسټين الټرا اؤ  صرف دښي سترګې لپاره کوسوپټ ائي ډراپس تجويز کړيدي، ماهرينو داينټي وي اي جي ايف علاج مکمل کيدو نه پس داو سي ټي اينجيوګرافي اؤ ايف ايف اے ټيسټ کولو مشوره هم ورکړې ده. دپخواني وزيراعظم عمران خان  ډاکتر عاصم يوسف پخپل يو ويډيو بيان کښې وئيلي دعمران خان علاج کوونکو ډاکټرانو سره خبره شوې، په خبرو کښې ډاکټر مرزا هم شريک شوي، ډاکټر وئيلي دعمران خان په بينايۍ کښې بهتري راغلې، ترڅو چې پخپله مې معائنه نۀ وي کړي، درپورټ تصديق نۀ شم کولے. بل لوري ته اټارني جنرل منصور عثمان اعوان دچيف جسټس يحيي افريدي سره ملاقات کړے چې پکښې هغه دپي ټي ائي  دباني عمران خان علاج اؤ نورو اقداماتو په اړه چيف جسټس خبر کړے دے اؤ وئيلي ئې دي چې دپي ټي ائي دباني  بينائي د علاج نه پس ٦٧ نه ٧٠ فيصده پورې بحال شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي