دعمران خان په صحت په سياست نۀ کووم، وزيراعلى سهيل افريدے
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي وئيلي دي چې دعمران خان په صحت په سياست نۀ کووم اؤ نۀ به پرې څوک سياست کولو ته پريږدم، په ايکس خپل پيغام کښې وزيراعلى سهيل افريدي وئيلي دي چې دعمران خان صيب صحت زما لپاره دهر څه نه اهم دے. دۀ وئيلي دي چې په ټول قوم کښې دعمران خان صيب لپاره دډيرې مينې په وجه چې دا وخت کومه غم اؤ غصه ده ، دهغې راته ښۀ احساس دے، خو دا مونږ ته خپله کمزوري نۀ بلکې خپل طاقت جوړول دي، هميشه په سخت اؤ نازک وخت کښې تاسو ته داعصابو په مضبوطولو اؤ حکمت عملۍ سره جنګ کول پيښيږي، په داسې وخت کښې ستاسو پټه حکمت عملي ستاسو بهترين طاقت وي. سهيل افريدي ووئيل چې عمران خان کوم معمولي شخص نۀ دے هغه دپاکستان پخوانے اؤ موجوده وزيراعظم دے اؤ دپاکستان دټولو نه دلوئې سياسي جماعت تل عمري چئيرمين دے. دهغه دصحت سره ټوقې وکړے شوې چې ناقابل معافي فعل دے. دۀ ووئيل اوس دا وخت دهغه بهترين علاج زمونږ اولنۍ ترجيح ده، څوک دې بيخي دا سوچ نۀ کوي چې زه به دعمران خان صيب دعلاج پورې په ارام کښينم.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0