دخېبرپښتونخوا حکومت د١٥٠٠ سکولونو نجې څانګې ته دورکولو فيصله

Jul 8, 2025 - 12:39
 0  0
دخېبرپښتونخوا حکومت د١٥٠٠ سکولونو نجې څانګې ته دورکولو فيصله

 خېبرپښتونخوا حکومت په تعليمي څانګه کښې دلوئې بدلون فيصله کړې ده،  دتعليم صوبائي وزير فيصل ترکئ يو پريس کانفرنس ته په وينا کښې وئيلي دي چې  حکومت دټولې صوبې د١٥٠٠ سکولونو پبلک پرائيويټ پارټنر شپ ماډل لاندې  نجي څانګې ته دحواله کولو فيصله کړې ده، دايليمنټري ايجوکيشن فاؤنډيشن دلارې  به ٢٠٠ نوي سکولونه قائمولے شي.

 دتعليم وزير وئيلي دي چې  دائنده مالي کال ٢٠٢٥-٢٦م لپاره ٣٦٤ اربه روپۍ تعليمي بجټ مختص کړے شوے دے چې پکښې ٢٩ نوې منصوبې شامل کؤے شويدي  دۀ وئيلي دي چې د١٠و تاريخي سکولونو بحالۍ لپاره هم  خصوصي فنډ ايښودل شوے دے.

فيصل ترکئ ووئيل ١٢٠٠ ملينه روپۍ دتعليمي ايمرجنسۍ، اسمارټ کلاس رومز او اضافي کوټو  دتعمير لپاره ايښودل شويدي، ده منلې ده چې  دسکولونو نه دبهر ماشومانو شمير اوس هم يوه لويه مسئله ده خو هرکال ددې ماشومانو سکولونو کښې دداخلولو لپاره هم کوټلے مهم روان دے.

 دۀ ووئيل چې دضم شوو ضلعو په سکولونو کښې دبنيادي سهولتونو سخت کمے دے چې دلرې کولو لپاره به ئې هلته په پرائمري سکولونو :ښې ٥٠٠ نوې کوټلې جوړولے شي.

 فيصل ترکئ ووئيل چې ټولو سکولونو کښې مفت کتابونو ترڅنګ بستې اؤ اسټيشنري هم ورکولے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي