کوهاټ دپټي کمېشنر ويلي، تر 300و پورې افغان سيټيزن کارت لرونکې کورنۍ يې ستنې کړې

May 26, 2025 - 21:44
 0  4
کوهاټ دپټي کمېشنر ويلي، تر 300و  پورې افغان سيټيزن کارت لرونکې کورنۍ يې ستنې کړې

کوهاټ ( نعمت الله خان )  د کوهاټ ډپټي کمېشنر عبدالاکرم رسنيو ته ويلي، تر درېيو سو ډېرې هغه افغان کورنۍ يې بېرته ستنې کړې دي کوم چې د افغان سيټيزن يا د افغان وګړيتوب کارتونه لرل او مېشت وو.

د نوموړي په خبره، چې د مرکزي حکومت د امر له مخې ناقانونه او افغان سېټيزن کارت لرونکي افغان کډوالو د بېرته لېږلو لړۍ دوام لري.

 د ده په خبره د افغان کارت لرونکي افغان کورنۍ غړي د بېرته خپل هېواد افغانستان ته لېږل مهال هر ډول حکومتي مرسته ورسره کېږي.

 د بېوزلو کورنيو ته تورخم پورې د ګاډي کرايه هم ورکول کېږي.

ښاعلی زياته وي چې دغه کډوالو سره به هېڅ ډول زو او زياتی نشي کولای دوی ډېر په باعزته توګه هغه افغان کډوال بېرته هېواد ته ستنوي کوم چې په پاکستان کې د افغان سيټيزن ( اې سي سي ) يا افغان تبعيت کارت لرونکي دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي