خېبرپښتونخوا کښې 35 ترهه ګر هلاک،12 پوځيان شهيدان

Sep 13, 2025 - 14:37
 0  3
خېبرپښتونخوا کښې 35 ترهه ګر هلاک،12 پوځيان شهيدان

په خيبر پښتونخوا کښې د استخباراتي معلوماتو پۀ اساس عملياتو کښې د هندوستان له ملاتړه برخمن 35 د "فتنۃ الخوارج" ترهګر وژل شوي، او 12 پوځيان شهيدان شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې  ( ائي ايس پي ار) له مخې، د ستمبر له 10 نه تر 13 پورې په خيبر پښتونخوا کښې په دوو جلا جلا عملياتو کښې د هند لخوا تمويلېدونکي د "فتنۃ الخوارج" ډلې 35 ترهګر ووژل شول.

د پوځ وياند وائي، د استخباراتي معلوماتو له مخې د باجوړ په ضلع کښې عمليات ترسره شول، چيرته چې د سختې جګړې وروسته 22 د هند لخوا ملاتړي خوارج ترهګر ووژل شول.

دوهم عمليات په جنوبي وزيرستان کښې وشول، چرته چې نور 13 ترهګر وژل شوي، خو د سختې نښتي په مهال د وطن 12 زړور عسکر د شهادت لوړ مقام ته ورسيدل.

د ائي ايس پي ار له مخې، د وژل شوو ترهګرو نه وسلې او بارود نيول شوي دي. دغه ترهګر په ياده سيمه کښې د  دورانکارۍ  فعاليتونو کښې ککړ وو.

 استخباراتي راپورونه دا هم ښائي چې په دغو ترهګريزو بريدونو کښې افغان وګړي نېغ په نېغه دخيل وو، او د افغان خاورې نه د پاکستان پۀ ضد کار اخيستل لا هم د اندېښنې وړ خبره ده.

پاکستان له عبوري افغان حکومت نه تمه لري چې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي او خپله خاوره د پاکستان پۀ ضد د ترهګرۍ لپاره استعمال ته پرېنږدي.

د امنيتي ځواکونو له خوا د علاقې د پاکولو لپاره "سينيټايزيشن عمليات" روان دي. پوځ خپل دا عزم يو ځل بيا تکرار کړي دي چې د هند لخوا تمويلېدونکې ترهګري به ختمه کړي.

د ائي ايس پي ار په وينا، زمونږ د زړورو سرتېرو قربانۍ زمونږ هوډ لا پياوړي کوي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي