پنجاب کښې دسيلاب وروسته دحکومت اؤ وسله والو فوجونو لخوا دبحالۍ کوششونه تيز

Aug 30, 2025 - 13:19
 0  7
پنجاب کښې دسيلاب وروسته دحکومت اؤ وسله والو فوجونو لخوا دبحالۍ کوششونه تيز

په ټول پنجاب کښې  دتباه کوونکي سيلاب نه وروسته دپاکستان حکومت اؤ وسله والو فوجونو دژوند دمعمولاتو بحالۍ لپاره خپل کوششونه تيز کړيدي چې پکښې په ځانګړې توګه دسکهانو مقدس مقام، ګردواره درباب صاحب کرتار پور ته پام ګرځول شوے دے.

  دپنجاب دوزيراعلى  مريم نوازشريف په خصوصي هداياتو په کرتار پور کښې يو جامع اپريشن شروع کړے شوے دے چې دغه شان  هاغه سيلابي اوبۀ وويستل شي چې انګڼ ئې ددولسو نه پينځلسو فټو اوبو کښې ډوب کړے.په ابتدائي توګه  دکشتودلارې ريسکيو اپريشن شوے چې دغه شان ګير شوي کسان بهر وويستلے شي، چارواکو تصديق کړے دے چې تروسه  دګنده اوبو ويستلو عمل مکمل شوے دے اؤ  اؤ دپنجاب نه ټيموه دګردوارې دصفايۍ لپاره تعينات کړے شويدي.کارکنان خټې لرې کوي چې دسيلاب په دوران جمعې شوې وې اؤ هدف دا دے چې ددريوو نه څلورو ورځو کښې  دمکمل صفايۍ عمل پوره شي چې دغه شان دربار  بيا دروحاني اؤ ثقافتي عظمت بحال شي

 په دې دوران  چيف اف ارمي سټاف، فيلډ مراشل سيد عاصم منير دپنجاب  دسيلاب ځپليو علاقو، سيالکوټ سيکټر، شکرګړهـ، نارروال او کرتارپور دوره کړې، دخپلې دورې پهدوران  هغه ته  په موجوده صورتحال، جاري امدادي کوششونو اؤ ائنده دباران  دتياريو په اړه بريفنګ ورکړے شوے دے، هغه دريسکيو اؤ ريليف اپريشنو کښې دفوجي ځوانانو اؤ سول انتظاميې دمربوطو اؤ نۀ ستړو کيدونکو کوششونه ستائينه کړې ده.  

ارمي چيف متاثره سکهـ ورورولۍ سره ليدنه کړې اؤ هغوي ته ئې باور ورکړے چې دسيلاب پهدوران چې  کومو مذهبي مقاماتو ته نقصان رسيلے، په ځانګړې توګه دربار صاحب کرتارپور،  دا به په ترجيحي بنيادونو ددې په اصل حالت کښې بحال کولے شي، دۀ په دې خبره زور راوړے دے چې  داقليتونو اؤ ددوي دعبادت خانو تحفظ درياست ذمه واري ده اؤ پاکستان به ددې فرض په ادائيګۍ  کومه سمجهوته نۀ کوي.  

 سکهـ ورورولۍ دارمي چيف تودهرکلے کړے اؤ دقدرتي افت پهدوران ئې  دسول انتظاميې اؤ وسله والو فوجونو لخوا په فراهم کړے شوې  مرسته شکريه ادا کړې ده.  

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي