په اسلام اباد قبضې کولو ته دې مجبور نۀ کړے شو، مولانا فضل الرحمان

Jun 29, 2025 - 22:26
 0  0
په اسلام اباد قبضې کولو ته دې مجبور نۀ کړے شو، مولانا فضل الرحمان

 بټګرام( ميډيا رپورټ) دجمعيت علمائے اسلام(ف) مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې مونږ په اسلام اباد ديوې هفتې په غږ قبضه کولے شو، نۀ خو مو تير حکومت چليدو ته پريښے ؤ اؤ نۀ به هم دا حکومت  چليدو ته پريږدو.

 مولانا فضل الرحمان په بټګرام کښې شعائر اسلام کانفرنس ته په وينا کښې ووئيل چې  امريکا يوځل بيا په يو ځائے دتګ کولو وينا کوي، هاغه امريکا چې اول ئې څو ځله لارې پريښې وې اوس بيا وائي چې دابراهيم عليه السلام په نسبت سره يوکيږو.

دۀ ووئيل چې  دامريکې په خواهش مونږ په فلسطين کښې شوي  ظلمونه، ليبيا، مصر، شام، اردن کښې بهيدلې وينه څنګه هيره کړو؟ مونږ دمسلمانانو سره ناروا سلوک څنګه هيرولے شو.

 دۀ ووئيل چې  وزيراعظم چې چاته  نوبي انعام ورکول غواړي  دهغه په اړه زمونږ رائے ده چې ټرمپ دے نو امن نشته، امن چې شته نو ټرمپ نشته، کله چې ملک ته ضرورت پېښ شو نو مونږ به دجهاد اعلان وکړو. مونږ داسرائيلو خلاف دايران سره يو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي