پېښور،پټو ته داوبو ورکولو په تنازعه ديوتن نه غوږ پرې کړے شو

دپېښور خواؤشا علاقې داودزئيکښې پټو ته د اوبو ورکولو په تنازعه پاريدلو کسانو ديو ورور نه غوږ پرې کړےاؤ بل ئې سخت ژوبل کړے دے، ملزمان دپېښې وروسته تښتيدلي دي
پوليسو مقدمه درج کړې ده، دپوليسوترمخه فرمان الله ولد فضل دبيله امدخيل اوسيدونکي رپورټ درج کړے چې هغه دخپل ورور عبدالودود سره دسرکاري نالې نه پټ خړوب کول چې په دې دوران توصيف اؤ شمس دوي منعې کړل اؤ ورسره ئې جنګ شروع کړو په دې پاريدلو کسانو ددۀ نه غوږ پرې کړو اؤ دويم ورور ئې ورله په چاقو ژوبل کړو.
What's Your Reaction?






