راتلونکې هفته کښې به تهران سره مذاکرات کيږي، ډونلډ ټرمپ

Jun 25, 2025 - 22:45
 0  0
راتلونکې هفته کښې به تهران سره مذاکرات کيږي، ډونلډ ټرمپ

) امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ دشورو په ورځ په يو بيان کښې دايران په جوهري تنصيباتو  امريکائي حملو ته  په هيروشيما اؤ ناګاساکي شوو حملو سره تشبيه ورکړې اؤ اشاره ئې ورکړې ده چې راتلونکې هفته کښې به تهران سره مذاکرات کيږي.

دنيدرلينډ ښار دي هيګ کښې دنيټو سرمشريزې غونډې په اختتام امريکائي صدر ووئيل  تاسو هيروشيما ته وګورئ، کۀ تاسو  ناګاساکي  ته وګورئ نو تاسو پوهيږئ چې دې حملو هم يو جنګ ختم کړے ؤ، دا جنګ په يو مختلف انداز کښې ختم شوے خو تباهي  انتهائي شديده وه.

ټرمپ دعوه کړې ده چې دامريکې بنکر بسټر بمونو  دايران زيرزمين فردو جوهري تنصيب پۀ مکمله توګه تباه کړے دے. دۀ ووئيل  ايا دا نقصان شديد ؤ؟ جي هو، دا بيخي شديد ؤ، دې (  ايراني جوهري تنصيبات) دمخ دزمکې نه لرې کړل.

امريکائي صدر دنيټو اجلاس په موقعه  دايران اؤ اسرائيلو ترمينځ دجنګ بندۍ په اړه ووئيل  دا جنګ ختم شوے دے اؤ اوس حالات دبهترۍ په لوري روان دي، مونږ کيدے شي چې کومه معاهده وکړو، ماته معلومه نۀ ده.

 ډونلډ ټرمپ اشاره ورکړې ده چې په راتلونکې هفته کښې دايران اؤ امريکې ترمينځ  خبرې کيدے شي، خو ايران په دې حواله تصديق نۀ دے کړے.بلخوا دائي اے اي اے ډائريکټر جنرل رافيل ماريانو ګروسي وئيلي  هغه ايران ته خط ليکلے چې   هغوي دې  پۀ خپلو جوهري تنصيباتو دمعائنې دوباره  شروع کولو خبرې وکړي.

 ايران دعوه کړې ده چې دوي دامريکائي حملو نه وړاندې  خپل ډير غني کړے شوي يورينيم منتقل کړيدي.

بلخوا دايران دخارجه وزارت ترجمان   وينا ده چې  تجربه مونږ ته ښائي چې دامريکې سره په مذاکراتو کښې  په انتهائي احتياط سره مخ په وړاندې تګ کول دي.

دۀ وئيلي دي چې داسې قسمه لوړې ژورې په هر مذاکراتي عمل کښې کيدے شي، په خصوصي توګه دداسې دوه فريقينو ترمينځ  کيدونکو حساسو مذاکراتو کښې چې په يو بل دعدم اعتماد يو اوږد تاريخ لري. دايران دخارجه وزارت ترجمان اسماعيل بقائي په تهران کښې دبين الاقوامي نمائش په موقعه دايران دخبري ادارې دبوتهـ دوره کړې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي