دټرمپ دايميګريشن پاليسيو خلاف احتجاج دتشدد شکل اختيار کړو

Jun 11, 2025 - 16:54
 0  0
دټرمپ دايميګريشن پاليسيو خلاف احتجاج دتشدد شکل اختيار کړو

 دامريکائي صدر ډونلډ ټرمپ دايميګريشن چهاپو خلاف جاري مظاهرو په دوران  دلوټ مار اؤ اړي ګړي مخنيوي لپاره دلاس اينجلس مرکزي علاقه کښې   دلسو ګينټو کرفيو لګول شوې ده.

د يورونيوز ترمخه  دښار ميئر کارن باس  دمقامي ايمرجنسي اعلان کړے اؤ وئيلي ئې دي چې کرليو به  دنهې دشپې اتوو بجو نه  دشورو دسحر شپږو بجو پورې نافذه وي

 دۀ وئيلي دي چې  مونږ دا وخت يو نازکې مرحلې ته رسيدلي يوو ځکه چې تراوسه درويشت کاروباري مرکزونه لوټل شويدي، کرفيو دلاس اينجلس مينځنۍ علاقې دوه نيم مربعه کلو ميټره برخه کښې نافذ کړے شوې ده چرته چې دجمعې دورځې راهسې احتجاج روان دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي