پنجاب کښې څلور ترهه ګر ووژل شول

دپنجاب پوليسو په ډيره غازي خان کښې دخوارجي دهشت ګردو خلاف کاميابه کارروائي کړې اؤ دډزو په تبادله کښې ئې څلور دهشت ګرد وژلي دي.
دپنجاب پوليس ترجمان ترمخه ډيره غازي خان پوليس کوټ مبارک علاقه کښې دخوارجي دهشت ګردو خلاف کارروائي کړې ده ، ددهشت ګردو نه وسله هم ترلاسه کړے شوې ده.
دترجمان ترمخه پوليسو ته دپنجاب اؤ خېبرپښتونخوا په سرحدي علاقه کوټ مبارک کښې دخوارجي دهشت ګردو دنقل وحرکت اطلاع ترلاسه شوې وه.
دۀ ووئيل چې خوارجي دهشت ګردو په مختلفو مقاماتو اولسي وګړي په ويره کښې مبتلا کړي وو خو داطلاع ترلاسه کيدو سره سم پوليس ټيمونو فوري پيشقدمي وکړه اؤ علاقه ئې محاصره کړه.
ترجمان وئيلي خوارجي دهشت ګردو ددرنې وسلې سره دپوليسو په ټيمونو حمله کړې ده، خو پنجاب پوليس په وخت او موثره کارروائي کړې اؤ ددهشت ګردو ناوړه ارادې ئې ناکامه کړي دي.
دۀ ووئيل ددهشت ګردو نور ملګري تېښته کښې کامياب شويدي، دهغوي نه وسله او ګوله بارود لاسته راوړل شويدي.
What's Your Reaction?






