دوفاقي کابينې دفوځ سرلښکر جنرل سيد عاصم منير ته دفيلډ مارشل په چوکۍ دترقۍ ورکولو منظوري

دپاکستان حکومت دمعرکه حق، اپريشن بنيان مرصوص په اعلي حکمت عملۍ او دمړانې دقيادت په بنياد دملک دسلامتۍ يقيني کولو او دشمن ته په شکست ورکولو جنرل سيد عاصم منير ته دفيلډ مارشل په عهده دترقۍ ورکولو منظوري ورکړې ده.
دوزيراعظم ددفتر نه جاري شوي بيان ترمخه دوزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ دوفاقي کابينې په غونډه کښې اهمې فيصلې شويدي.
وفاقي کابينې وئيلي دي چې د پاک پوځ د سرلښکر ځانګړې قيادت له امله پاکستان په معرکه کښې تاريخي کاميابي ترلاسه کړې ده.
وفاقي کابينې د ائيرچيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د ملازمت مودې ترسره کېدو باوجود د هغه د خدماتو جاري ساتلو فيصله هم کړې ده.
وزيراعظم ټول قام له د حق معرکې په مهال د اپرېشن بنيان مرصوص په زړه پورې کاميابۍ او دښمن په خپلو ناوړه ارادو کښې په ناکامه کولو مبارکي ورکړې ده
د حکومت لخوا د حق معرکې ، د آپرېشن بنيان مرصوص په اعليٰ حکمتِ عملۍ او د زړه ور قيادت په بنياد د قام سلامتيا باوري کولو او دښمن ته په ماتې ورکولو جنرال سيد عاصم منېر (نشان امتياز ملټري) له د فيلډ مارشل په منصب د ترقۍ ورکولو منظوري ورکړې ده
وزيراعظم غونډې ته خپل خطاب کښي ووئيل په دې وروستيو کښې پاکستان د تاريخ تر ټولو سخت پړاؤ نه تېر شو
وفاقي کابينې ووئيل د سږ کال د مئي مياشتې په 6 نېټه د شپې هند په پاکستان جواز نه لرونکے جنګ مسلط کړو۔ د بې ګناه وګړو ٬ مېرمنو او ماشومانو په شمول شهري آبادي په نخښه کړې شوه٬ د دښمن لخوا د پاکستان د خپلواکۍ او پوله ائيزې سلامتيا له مينځه اوړولو ناوړه هڅه وکړے شوه۔
What's Your Reaction?






