دتورخم پولې بنديدل، دناقصه دوايانو له امله مريضان دخطرو ښکار دي، افغان ميډيا

Dec 28, 2025 - 22:36
 0  3
دتورخم پولې بنديدل، دناقصه دوايانو له امله مريضان دخطرو ښکار دي، افغان ميډيا

  افغانستان کښې ددوايانو دکمي په وجه مريضان دسمګل شوو دوايانو په استعمالولو مجبور دي، دماشومانو، حامله زنانه ؤ اؤ نورو بيماريو کښې مبتلا  کسانو ژوند دسختو خطرو سره مخ شوے دے، افغان جريدې دپاکستان نه راتلونکو دوايانو بنديدل دبحران وجه ګرځولې ده. افغان جريدې هشت صبح پخپل رپورټ کښې انکشاف کړے دے چې  دتورخم پولې بنديدو اؤ پاکستان نه افغانستان ته ددوايانو په درامد دپابندۍ  نه وروسته په افغانستان کښې  دغيرقانوني اؤ سمګل شوو دوايانو کثرت دے، دا دوايانې اوس نۀ صرف فارميسيز بلکې دسړک په غاړه دوکانونو ته هم رسيدلي دي. دصحت دماهرينو وينا ده چې ددې دوايانو  دمعيار دمعائنې لپاره کوم موثره نظام موجود نۀ دے، دذخيره کيدو حالات ئې هم دمعيار مطابق نۀ دي چې ورسره  دمريضانو دعلاج افاديت متاثره کيږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي