چلي او ارجنټائن کښې د 7.4 شدت زلزلې وروسته دسونامي خبردارے جاري

May 3, 2025 - 22:18
May 3, 2025 - 22:19
 0  1
چلي او ارجنټائن کښې د 7.4 شدت زلزلې وروسته دسونامي خبردارے جاري
دعکس سرچينه:رائټرز

 دچلي  په جنوبي ساحل د 7.4  شدت دزلزلې وروسته دسونامي خبردارے جاري کړے شوے دے دکوم وروسته چې  دچلي او ارجنټائن  احلي علاقې خالي کړے شويدي.

 دبي بي سي نيوز درپورټ ترمخه   دجنوبي امريکې کيپ هارن او انټارکټيکا ترمينځ ډريک پيسيج کې دمقامي وخت له مخې  دوه منټه کم لس بجې دراغلې زلزلې وروسته دزرګونو په شمير کښې خلق  لوړو مقاماتو لوري ته روان شويدي.

دامريکائي جيولوجيکل سروے ترمخه دزلزلې مرکز  دارجنټائن دښار اوشوايا نه 219 کلو ميټره لرې و.

 دامريکائي جيولوجيکل سروے ترمخه دزلزلې مرکز د زمکې  لاندې لس کلو ميټره په ژورتيا کښې ؤ. په فوري توګه دمرګ ژوبلې خبر نۀ دے ترلاسه شوے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي