غزه فورس کښې به کوم غيرملکي فوجونه دمنلو وي، فيصله به ئې اسرائيل کوي، نيتن ياهو
تل ابيب( رائټرز) د اسراييلو وزيراعظم بنيامين نتن ياھو ويلي دي چې اسراييل به پخپله دا فيصله کوي چې د امريکائي اولسمشر ډونلډ ټرمپ د پلان له مخې، په غزه کښې د جنګ بندۍ استحکام لپاره په وړانديز شوې نړيوال پوځ کښې به کوم بهرني ځواکونه شاملېږي او چا ته به د ګډون اجازه ورکول کېږي.
د بهرني خبري اژانس "رايټرز" د راپور له مخې، تر اوسه دا خبره روښانه نه ده چې عربي او يا نور هېوادونه به دې ځواک ته خپل سرتيري ولېږي که نه، په ځانګړي ډول ځکه چې حماس د پلان له مخې د وسلو ايښودلو ته چمتو نه دے، او اسراييل د دې پوځ په جوړښت هم اندېښنې څرګندې کړي دي.
که څه هم د ټرمپ حکومت د امريکائي پوځ د غزې سيمې ته د استولو نه انکار کړے، خو دوي له اندونيزيا، متحده عربي اماراتو، مصر، قطر، ترکيې او آذربايجان سره خبرې کوي چې د دې څو هېواديز پوځ په دې فورس کښې شامل شي
نتن ياھو ويلي دي چې مونږ د خپل امنيت پخپله مسوول يو، او مونږ دا خبره روښانه کړې ده چې د نړيوالو ځواکونو په اړه به هم اسراييل فيصله کوي چې کوم ځواکونه زمونږ لپاره د منلو وړ نه دي. مونږ دا تګلاره خپله کړې ده او همداسې به پرې عمل کوو.
دۀ ووئيل چې دا خبره دامريکا لپاره هم دمنلو وړ ده لکه څنګه چې ددوي اعلي ترينو نمائندګانو په اوسنيو ورځو کښې په واضحه توګه وئيلي دي. اسرائيل چې ددوو کلونو راهسې په غزه کښې نسل کوشي ، اوس ئې هم دعلاقې په ټولو لارو کنټرول دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0