لاهور: دغيرقانوني افغان کډوالو دملک بدرۍ اخري مرحله شروع

Oct 22, 2025 - 12:04
 0  1
لاهور: دغيرقانوني افغان   کډوالو دملک بدرۍ اخري مرحله شروع

 په  لاهور کښې د غيرقانوني افغانانو د هېواد ايستلو کار اوس وروستۍ پړاو ته رسېدلي دے۔  د ډان ورځپاڼې په رپورټ کښې راغلي چې د غيرقانوني افغانانو د ايستلو کار اوس آخري پړاو کښې دے، او کپټل سټي پوليس افسر بلال صديق کاميانه ټولو هغو افغانانو ته چې قانوني ويزه نه لري د  وتلو حکم  کړے دے۔ هغه پوليس ته ويلي دي چې د غيرقانوني وسلو پۀ ضد دې کاروايي وکړي، او د غير رجسټر شوو وسلو د راجستر لپاره دې خدمت مرکز ته يو مياشت وخت ورکړي۔ بلال صديق کاميانه د د پوليسو غونډه راوبللې وه، چرته چې د حکومت د ټولو افغانانو د هېواد ته د استولو پرېکړه وکتل شوه او د هغې د عملي کولو حال  وڅېړل شو۔ يو مشر پوليس چارواکي ويلي چې درې کاله مخکښې په لومړي پړاو کښې حکومت ټول غيرقانوني افغانان ايستلي وو،  دهاغو مهاجرينو نه بغير چې د پاکستان اوريجن کارډ (POC)، افغان سيټيزن کارډ (ACC) يا د رجسټريشن ثبوت (POR) کارډ  لري. ددويمې مرحلې داغاز په وخت اجلاس ته وئيل شويدي چې هاغه افغان کډوال چې کارډونه ئې دهاغه وخت دحکومت دپاليسۍ لاندې پراخه کړے شوي، هغوي ته داستوګنې اجازت ورکړے شوے، نور ملک بدر کړے شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي