حماس دې ټول يرغماليان فوري رها کړي، امريکائي صدر

Sep 23, 2025 - 22:02
 0  0
حماس دې ټول يرغماليان فوري رها کړي، امريکائي صدر

امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ  دمتحده قامونو جنرل اسمبلۍ اجلاس کښې  دخطاب په دوران دخپل پخواين سياسي تقرير نکات تکرار کړيدي، دعالمي خبري ادارې ترمخه امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ  دخپلې وينا په اغاز کښې ياددهاني کړې چې شپږ کاله پس  دوباره دجنرل اسمبلۍ اجلاس ته وينا کوي، دۀ  پخپل پيش رو جوبائيډن سخت تنقيد کړے اؤ په عالمي کچه ئې دبحرانونو ذمه وار پخوانے ډيموکريټک حکومت ګرځولے دے. امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ  داسرائيلو سره دنزدې فوجي اؤ سياسي تعلقاتو اعتراف کړے دے، دۀ وئيلي دي چې امريکا دغزه جنګ خاتمې لپاره سنجيده کوششونه کوي.  دۀ ووئيل چې په غزه کښې  جاري جنګ په فوري توګه ختميدل پکار دي،  مونږ ته به دا کول وي، مونږ ته به دامن لپاره مذاکرات کول وي.  صدر ټرمپ ووئيل  دې جنګ د٦٥ زره نه زياتو فلسطيانو ژوند واخستو اؤ په ټوله دنيا کښې دغم اؤ غصې چپه خوره شوه. دۀ ووئيل چې په غزه کښې اوس جنګ بندي پکار ده، فلسطيني رياست ضرور قائميدل پکار دي  خو په دې کښې به دحماس کوم کردار نۀ وي. دۀ ووئيل  مونږ ته به فوراً  ټول شل  يرغماليان ژوندي  واپس راوستل وي اؤ د٣٨ؤ يرغماليانو لاشونه هم واپس غواړو. دۀ ووئيل په دې معاملاتو کښې نور ځنډ ناقابل قبول دے اؤ دا به په ترجيحي بنيادونو حل کول وي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي