ملک ته دکالا باغ ډيم ضرورت دے، وزيراعلى علي امين ګنډاپور
د خيبرپښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډاپور ويلي دي چي کالاباغ ډيم د ملک اړتيا ده ، خو د سياست له وجې دا منصوبه ودرېدلې ده. په اسلامآباد کښې، د خيبرپښتونخوا هاوس کي د ميډيا سره خبري کوه، ګنډاپور ويلي:"پنجاب، سندھ، بلوچستان ټول زمونږ صوبې دي. مريم نواز د سېلاب په وخت کي را ته فون کړے و، ما ورته شکريه ويلي وه." نوموړي زياته کړه: "مونږ پنجاب ته د سېلاب په وخت کښې د امداد آفر ورکړے و، دا معامله بايد سياسي نشي. زمونږ ځيني مشينري وفاق کښې بنده وه، اوس اکثره راخلاصه شوې ده." که څوک د کالاباغ ډيم نه سياست جوړوي، نو دا بله خبره ده. خو دا ډيم د درې صوبو لپاره فايده لري – پنجاب، سندھ، او خيبرپختونخوا ته به اوبه ورکړي. که سندھ ته څه ايشو ده، نو د خبرو مېز ته دې راشي." هغه زياته کړه: "کالاباغ ډيم د ملک ضرورت دے. د سياست له امله دا منصوبه ودرېدلې ده. دا نه جوړول د ملک او راتلونکو نسلونو سره ظلم دے." "هيڅ صوبه تياره نه ده چې د ډيم لپاره پيسې ورکړي. پنجاب ۱۲۰۰ ارب روپۍ د ترقياتي منصوبو لپاره ورکوي، خو دا صرف د ايمپيايز د کميشن لپاره. د ملک لپاره پنجاب پيسې نه دي ورکړي. يوازې ما د ډيم لپاره د پيسو خبره کړې ده، او زه اوس هم تيار يم چي پيسې ورکړم – هر څنګه چي وي." "تير ۱۷ مياشتو کښې مونږ ۱۰ لکه بچي بيرته سکول ته ستانه کړل. مونږ خپله ټرانسميشن لائن غزوو، چي زر به مکمل شي. نيشنل ګريډ ته بريښنا نه پکار ده – هغوي وائي چې سرپلس لرو. تير کال مونږ ۲۵۰ ارب روپۍ د خپل صوبې نه جنريټ کړي." "چي کله ما صوبه ترلاسه کړه، نو صرف د ۱۸ ورځو تنخوا موجوده وه. مونږ ۱۵۳ ارب روپۍ د ترقياتي بجټ لپاره ورکړي، او ۴۰ ارب روپۍ مو د پينشن لپاره مختص کړي." "په ملک کښې نه قانون شته، نه آيين. دا سياست نه دے، صرف انتقامي سياست روان دے. ملک کښې سياست ختم شوے دے." "د ګورنر کار آئيني دے، خو فيصل کريم کنډي ته ما څو وارې پيغام ورکړے چي سياست مه کوه. زه کولے شم چي ګورنر د خيبرپختونخوا نه وباسم. هغه کور د صوبې د حکومت ملکيت دے."
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0