زمونږ دايکس اکاونټ هيک شوے، دقرضې اپيل مو نۀ دے کړے، داقتصادي امورو وزارت

دپاکستان داقتصادي امورو وزارت وئيلي دي چې ددوي دسماجي رابطې پليټ فارم ايکس باندې اکاونټ تيره شپه هيک شوے دے.
دخارجه وزارت ترجمان دجمعې په ورځ په جاري شوي يو بيان کښې وئيلي دي چې دا وخت دوزارت لخوا په ايکس دکيدونکي کوم پوسټ سره دوزارت هيڅ تعلق نشته.
ترجمان وئيلي دي چې په ايکس اکاونټ دهيکر لخوا اوسني دهندوپاک تاوتريخوالي په اړه پوسټ شوے چې دوزارت سره ئې هيڅ تعلق نشته.
برطانوي خبري ادارې رائټرز ترمخه دپاکستان داقتصادي امورو وزارت دجمعې په ورځ وئيلي دي چې ددوي ايکس اکاونټ هيک شوے دے اؤ په دې يو پوسټ شائع کړے شوے چې پکښې دګاونډي ملک سره دسيوا شوي تاوتريخوالي ماحول کښې بين الاقوامي شراکت دارانو ته دنورې قرضې اپيل شوے دے.
وزارت رائټرز ته وئيلي دي چې مونږ په دې کار کوو چې ټوئټر( ايکس) بند کړے شي( وزارت) ټويټ نۀ دے کړے.
ددې نه وړاندې دپاکستان دحکومت داقتصادي امورو ډويژن په ايکس يو پوسټ کښې وئيلي چې په جنګ کښې شدت او سټاک مارکيټ دکريش کيدو په نظر کښې نيولو سره بين الاقوامي شراکت دارانو ته اپيل کوو چې هغوي دې دتاوتريخوالي په راکمولو کښې مرسته وکړي.
What's Your Reaction?






