کۀ عمران خان حکم راکړو نو حکومت به ختم کړم، وزيراعلى

Jun 24, 2025 - 15:33
 0  0
کۀ عمران خان حکم راکړو نو حکومت به ختم کړم، وزيراعلى

 دخېبرپښتونخوا وزيراعلي سردار علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې کۀ عمران خان حکم راکړو نو حکومت به ختم کړم

 وزيراعلى خېبرپښتونخوا اسمبلۍ اجلاس ته په وينا کښې ووئيل چې  بجټ دپي ټي ائي دباني عمران خان مخې ته ايښودل غواړو خو هغه سره مونږ ملاقات ته نۀ پريښودل کيږو،

دۀ ووئيل چې  ګورنر دسازش لاندې دبجټ لپاره داسمبلۍ اجلاس نۀ دے رابللے، په تاريخ کښې داسې په وړومبي ځل شويدي چې ګورنر دبجټ اجلاس نۀ دے رابللے، دسازش لاندې وفاقي حکومت  دمعاشي ايمرجنسۍ بهانې کولو سره  حکومت ختمول غواړي.

دۀ ووئيل چې  مونږ به دا بجټ پاس کوو. دۀ ووئيل چې  ددې ايوان دلارې ټولو ادارو ته يو پيغام ورکول غواړم ، عمران خان ددې ملک وزيراعظم ؤ، دهغه حکومت دسازش لاندې ختم کړے شوے، دتحريک انصاف  مشران اؤ کارکنان ټارګټ کړے شوي اؤ بدترين تشدد پرې شويدے، زمونږ خلاف دسازش سلسله جاري ده.

دۀ ووئيل په اتمه فرورۍ عوامو په تحريک انصاف اؤ عمران خان اعتماد کړے دے، په اتمه فرورۍ دسازش لاندې دپي ټي ائي مينډيټ غلا کړے شوے  اؤ فارم ٤٧ ته حکومت ورکړے شوے دے، داتمې فرورۍ دسازش په اړه  دپينډۍ دکمشنر بيان موجود دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي