کوهاټ: د جنازې مراسمو په کور ډزو کې دوو مېرمنو په ګډون 3 تنه مړه شوي

کوهاټ ( نعمت الله خان )
په کوهاټ کې د جنازې په کور د ډزو په پېښه د يو سړي په ګډون دوې ښځې مړه شوې او يو اوو کلن ماشومان په ګډون اته تنه نورې ښځې ژوبل شوي دي.
تحصيل ګمبټ اړوند سيمه "چشنه غونډه" نومې په کلي کې د يوې دښمنۍ په پايله کې يوې ډلې لخوا هغه مهال پر کور ډزې شوې په کور کې د يوې مېرمنې د جنازې مراسمو لپاره کليوال راغونډ شوي ول.
د ډزو په ياده پېښه کې يو تن نرينه او درې ښځينه مړې شوې او اته تنه نور ټپيان شوي دي.
د کوهاټ رېسکيو 1122 پوليسو له مخې د پېښه ځایه يې مړه شوي او ټپيان يې په سملاسي توګه د کوهاټ ضلعې روغتون ته رسولي.
د سيمې ځايي تاڼې پوليسو د پېښې په اړه لومړنی معلوماتي رپورټ ليکلي او د پېښې اړوند يې پلټنې پيل کړې دي.
په کوهاټ ضلع کې د خلکو ترمنځه په دغه وروستيو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي چې په ياد تحصيل ګمبټ کې د خلکو خپلمنځي شخړو کې يو شمېر کسان مړه او ژوبل شوي.
What's Your Reaction?






