ارمي چيف دې دکشمير اؤ فلسطين په معامله کردار ادا کړي،حافظ نعيم

دجماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمان ارمي چيف نه غوښتنه کړې ده چې هغه دې دکشمير اؤ فلسطين په معامله هم کردار ادا کړي، هند سره څه قسمه مذاکرات دمنلو وړ نۀ دي، صرف دکشمير په معامله دې خبره وکړے شي.
دحيدراباد اسټيشن روډ باندې دجماعت اسلامي لخوا اسرائيل، هند مرده باد جلسې ته په وينا کښې حافظ نعيم الرحمان دوزيراعظم نه غوښتنه کړې ده چې هغه دې دټولو سياسي جماعتونو دمشرانو اؤ فوجي قيادت اجلاس راوبلي اؤ دپاکستان دهم خياله ملکونو حکمرانانو اؤ ددوي فوجي قيادت ته دې بلنه ورکړي
دۀ وئيلي دي چې دفلسطين اؤ کشمير په مسئله دې واضحه اؤ متحد موقف اختيار کړے شي.
دۀ ووئيل چې داووۀ پنځوس اسلامي ملکونو حکمرانان دغزه پشمول دفلسطين دمعصومو او بې ګناه کسانو قتل عام مخنيوي کښې ناکامه پاتې شويدي بلکې هغوي ددې ظلم برخه دي ځکه چې هغوي دمسلمانانو په نسل کشۍ خاموشي اختيار کړې ده
داو ائي سي داجلاس اؤ قراردادونو نه پس هم په عملي توګه هيڅ نۀ کيږي. دۀ ووئيل پاکستان هند ته په خلۀ ماتي جواب ورکولو سره ثابت کړېده چې کله ايماني جذبه وي نو دلويو طاقتونو په مقابله کښې هم کاميابي ترلاسه کيدے شي اؤ دا کاميابي دپاک فوج اؤ عواموداتحاد نتيجه ده.
What's Your Reaction?






