بلوچستان کښې ترهه ګ درابطو لپاره جديد وائرليس استعمالوي، دائي ټي اؤ ټيلي کام سيکرټري

May 26, 2025 - 13:56
 0  0
بلوچستان کښې  ترهه ګ  درابطو لپاره جديد وائرليس استعمالوي، دائي ټي اؤ ټيلي کام سيکرټري
Photo Source/NATIONAL ASSEMBLY OF PAKISTAN

دقومي اسمبلۍ دائي ټي  اؤ ټيلي کام قائمه  کميټۍ په اجلاس کښې انکشاف شوے دے چې دهند نه دجنګ په دوران په پاکستان سائبر حملې شويدي خو  دپاکستان سائبر سيکورټي ټيم دا ټولې حملې ناکامه کړي دي.

د اج نيوز دخبر ترمخه  دګل په ورځ  دکميټۍ اجلاس  دچئيرمين امين الحق په مشرۍ کښې ترسره شوے دے چې پکښې  دسائبر سيکورټي ټيم په کارکردګۍ ارکانو  دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړيدي

 چئيرمين امين الحق  کميټۍ ته ووئيل چې دپينځمې نه لسمې مئ په دوران په پاکستان سائبر حملې شويدي  کومې چې په کاميابۍ سره ودرول شويدي.

 دۀ ووئيل چې  پاکستان خپلې سائبر اثاثې محفوظې ساتلي اؤ مونږ  په دشمن هم  سائبر حملې کړي دي. داجلاس په دوران  دبلوچستان پنجګور سيمه کښې دانټرنيټ دبنديدو په مسئله هم بحث شوے دے.

دداخله وزارت چارواکو کميټۍ ته وئيلي دي چې په ٢٢م مارچ  دسيکورټي کلئيرنس لپاره خط ليکل شوے دے خو سيکورټي ايجنسو  دراتلونکو شپږو مياشتو پورې کلئيرنس نۀ دے ورکړے دکوم په وجه چې به دانټرنيټ ډيټا بنده وي.

 دکميټۍ رکن پولين بلوچ  ووئيل په پنجګور کښې دانټرنيټ دبنديدو مسئله دڅو کلونو راهسې راروانه ده

 دۀ ووئيل چې  ددريوو کلونو راهسې معاملات سم نۀ دي روان نو ائنده شپږو مياشتو کښې به څه بهتري راشي؟  دۀ ووئيل چې  حلفاً وائي چې  دهغوي علاقې ته سزا ورکولے شي.

 سيکرټري ائي ټي اينډ ټيلي کام اجلاس ته ووئيل  دهشت ګرد دکميونيکيشن لپاره جديد وائرليس استعمالوي اؤ انټرنيټ هم استعمالوي

 دۀ ووئيل چې  مونږ ته دسيکورټي ايجنسيو نه اطلاعات ترلاسه شويدي خو ددهشت ګردو دمکملې ټيکنالوجۍ په اړه ورته  معلومات نشته.

دکميټۍ رکن عادل خان بازئي پوښتنه کړې چې دانټرنيټ بنديدو سره ايا حالات بهتر شويدي، دۀ ووئيل چې حالات خور نور هم خراب شويدي. دۀ ووئيل دبي ايل اے دهشت ګرد چې کوم څيز استعمالوي، هغه انټرنيټ نۀ  بلکې بل څه دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي