دايران دتسليمولو خواهش به دشمنان تر قبرونو ورسوي، دايران ټرمپ ته جواب

Mar 8, 2026 - 02:08
 0  3
دايران  دتسليمولو خواهش به دشمنان تر قبرونو ورسوي، دايران ټرمپ ته جواب

   تهران( وحدت خبر)  ايران امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ ته جواب ورکړے دے چې  دايران  دتسليمولو خواهش به دشمنان تر قبرونو ورسوي. دعالمي خبري ادارې ترمخه دايران صدر مسعود پزشکيان دمزاحمت دجاري ساتلو عزم څرګند کړے اؤ وئيلي ئې دي چې  دشمن ملک به دايران دتسليمولو خپل خواهش دځان سره قبرونو ته يوسي، دا خبره ايراني صدر مسعود پزشکيان په سرکاري ټي وي نشر شوي يو هنګامي وينا کښې کړې ده، هغه په ګاونډي ملکونو په حملو معافي غوښتې   اؤ وئيلي ئې دي چې اوس به دوي په کوم ګاونډي ملک حمله نۀ کوي. دۀ ووئيل  په کومو  ګاونډي ملکونو چې حملې شوې وې هغه ئې هم پخپلې دفاع کښې کړي اؤ  نخښه ئې  دګاونډي ملکونو املاک نۀ بلکې امريکائي فوجي اډې اؤ تنصيبات وو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي