پاکستان په پکتيکا، پکتيا، خوست اؤ کونړ کښې حملې کړي چې پکښې څلور کسان وژل شوي،افغان طالبان
کابل (پژواک) د اسلامي امارت مرستيال وياند، د پاکستان پوځي رژيم په تېرو 24 ساعتونو کښې پر پکتيکا، پکتيا، خوست او کونړ ولايتونو کښې بريدونه کړي چې له امله يې څلور تنه شهيدان شوي، درې تنه ټپيان دي او خلقو ته ئې درانه مالي زيانونه هم اړولي دي. د اسلامي امارت مرستيال وياند، ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې په تېرو 24 ساعتونو کښې د پکتيا په څمکنيو او پټان ولسواليو کښې بريدونه کړي دي. هغه ليکلي چې په يادو بريدونو کښې يو تن شهيد شوي، يو تن ټپي دي، لس کورونه او 14 هټۍ، دوه مارکيټونه او يو جومات تخريب شوي دي. فطرت زياته کړې، دغه راز د پکتيکا په برمل او شکين اولسواليو کښې هم د خلکو پر کورونو او بازارونو بريدونه کړي چې له امله دوه تن شهيدان شوي او شپږ کورونه او څو هټۍ تخريب شوې دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0