دايراني صدر دثالثۍ دکوششونو په لور اشاره

Mar 7, 2026 - 00:54
 0  6
دايراني صدر دثالثۍ دکوششونو په لور اشاره

  دايران صدر مسعود پزشکيان  دثالثۍ دکوششونو په لوري اشاره کړې ده، ايراني صدر  وئيلي دي چې دځينو ملکونو لخوا دثالثۍ  دکوششونو اغاز شوے دے.  په سوشل ميډيا يو بيان کښې ايراني صدر وئيلي دا خبره دې واضحه وي چې مونږ په سيمه کښې اوږدمهاله امن غواړو  خو دخپل قام دوقار اؤ خپلواکۍ دفاع کولو   نه به څنډه نۀ کوو. دثالثۍ په دوران دهغوي سره دخبرې کولو ضرورت چاچې دا تنازعه شروع کړې اؤ دايراني عوامو په اړه ئې غلطه اندازه لګولې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي