دټرمپ دقتلولو سازش کوونکے دايران اهم شخصيت مو ووژلو،امريکا
واشنګټن( ميډيا رپورټ) دامريکې ددفاع وزير پيټ هيګستهـ دعوه کړې ده چې ايران دامريکې د صدر ډونلډ ټرمپ دقتلولو په سازش کښې ککړ دايران يو اهم شخصيت وژلے دے، دامريکائي ميډيا ترمخه چئيرمين جوائنټ چيف اف اسټاف ډين کين ترڅنګ پريس کانفرنس ته په وينا کښې لوئې انکشاف وکړو. دۀ ووئيل چې دامريکې په کارروايۍ کښې دايران دهاغه يونټ مشر په نخښه کړے شوے دے چې پرې دصدر ټرمپ دقتلولو دکوشش الزام ؤ. ددۀ په قول امريکا به خپل سياسي قيادت ته دپېښو خطرو خلاف فيصله کن اقدامات جاري ساتي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0