دايران خلاف غيرقانوني جنګ په دروغو مبني دے،امريکائي سينيټره الزبتهـ وارن
دامريکې پهس ينيټ کښې ډيموکريټک سينيټر الزبتهـ وارن دايران خلاف په جنګ په ټرمپ انتظامي تنقيد کړے اؤ وئيلي ئې دي چې دا جنګ غيرقانوني دے کوم چې په دروغو مبني دے اؤ دا دايران له لوري امريکې ته بغير دکومې خطرې نه چيړل شوے دے، هغې وئيلي دصورتحال په اړه فکرمنده ده، په دې جنګ کښې دوژل شوو کسانو په اړه دصدمې ښکار ده اؤ دجنګ ختمولو لپاره به هر اقدام کوي. ددې نه علاوه امريکائي سينيټ کښې اقليتي ليډر چک شومر هم وئيلي چې دانټلي جنس کميټۍ دبريفنګ نه پس هغه دزيات تشويش ښکار دے ځکه چې دټرمپ انتظاميې دجنګ جواز هره ګينټه کښې بدليږي. دۀ وئيلي کله درجيم چينج خبره کيږي اؤ کله دنيوکلئير وسلو، کله دميزائيل، کله دخپلې دفاع اؤ کله دجارحيت، کۀ چرې جواز بيا بيا بدلولے شي نو ددې مطلب دا دے چې هيڅ حکمت عملي نشته.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0