دعمران خان داډياله نه اسلام اباد جيل ته دمنتقل کولو فيصله

Feb 13, 2026 - 20:57
 0  2
دعمران خان داډياله نه اسلام اباد جيل ته دمنتقل کولو فيصله

 اسلام اباد( وحدت خبر) وفاقي داخله وزير  محسن نقوي وئيلي  حکومت دعمران خان داډياله جيل نه اسلام اباد ته دمنتقل کولو فيصله کړې ده، محسن نقوي وئيلي  عمران خان ته سزا داسلام اباد دعدالت نه شوې ده نو ځکه هغه به اسلام اباد جيل ته منتقل کولے شي. داسلام اباد پوليس پاسنګ اوټ دستورې ته په وينا کښې هغه ووئيل چې  په دوه مياشتو کښې به  اسلام اباد جيل مکمل شي، دجيل دننه ټول طبي سهولتونه موجود دي.

 دۀ ووئيل چې  دوفاقي پوليس لپاره دا ډيره اهمه ورځ ده، زمونږ سره ددهشت ګردۍ سره جنګيدونکے ځواک موجود نۀ ؤ، مونږ درې مياشتې وړاندې شروع کړه، دا دشپږو مياشتو کورس دے چې دشپې اؤ ورځې  يو کولو سره درې مياشتو کښې مکمل کړے شو، زمونږ هاغو افسرانو ته کريډټ ځي چې دا ټريننګ ئې مکمل کړو، په اسلام ابادکښې ټريننګسکولونه اپ ګريډ کوو، دبهر خلق به هم دټريننګ لپاره دلته راځي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي