په کراچۍ حيدراباد موټروے دګاډو ټکر،١٣ مړۀ

Feb 13, 2026 - 20:49
 0  2
په کراچۍ حيدراباد موټروے دګاډو ټکر،١٣ مړۀ

کراچۍ( وحدت خبر) په کراچۍ حيدراباد موټروے ايم -٩ دکاټهور په مقام دپينځووګاډو جنګيدو  په نتيجه کښې دماشومانو پشمول ١٣ کسان پحق رسيدلي دي.

دميډيا رپورټ ترمخه دريسکيو١١٢٢ وينا ده چې دمسافرو يو بس، يو مال برداره ګاډے اؤ کم نه کم درې نور ګاډي جنګيدلي دي چې له امله ئې ګڼ کسان ژوبل شوي هم دي.

دحادثې نه وروسته دامدادي ادارو اهلکار موقعې ته رسيدلي او امدادي هلې ځلې ئې ترسره کړيدي.

دامدادي چارواکو ترمخه مړي او ژوبل شوي کسان هسپتال ته منتقل کړے شويدي.

دسندهـ داخله وزير، دسندهـ ګورنر اؤ وزيراعلى دپېښې نوټس اخستے ، په پېښه ئې دافسوس اظهار کړے اؤ ژوبل شوو کسانو ته ئې دفوري طبي امداد ورکولو هدايت کړے دے.

دعيني شاهدانو وينا ده چې دمال برداره ټرک اوړيدو په وجه ډيزل په سړک خوارۀ شوي وو چې په وجه ئې حادثه شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي