دمذهبي اجتماع په دوران داولسي وګړو قتل دبربريت ثبوت دے،داسلام اباد په چاودنه د پيوټن صدر زرداري او وزيرااعظم شهبازشريف ته خط

Feb 7, 2026 - 01:14
 0  1
دمذهبي اجتماع په دوران داولسي وګړو قتل دبربريت ثبوت دے،داسلام اباد په چاودنه د پيوټن صدر زرداري او وزيرااعظم شهبازشريف ته خط

اسلام اباد( وحدت خبر) داسلام اباد په چاؤدنه دروسي صدر ولاديمير پيوټن له لوري  اصف  علي زراري اؤ وزيراعظم  شهبازشريف ته تعزيتي خطونه ليږل شويدي،  پخپلو خطونو کښې دروس صدر په اسلام اباد کښې په شوې مرګ ژوبله  صدرمملکت اؤ وزيراعظم سره دتعزيت اظهار کړے اؤ ليکلي ئې دي چې  دمذهبي اجتماع په دوران داولسي وګړو قتل دبربريت ثبوت دے، دپيوټن لخوا ددهشت ګردۍ خلاف پاکستان سره دمرستې دلا مضبوطولو عزم تکرار  کړے شوې دے. روسي صدر  دمړو شوو کسانو لواحقينو سره دهمدردۍ اؤ زخمي شوو کسانو  دزر صحتيابۍ لپاره دنيکو خواهشاتو اظهار کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي