دفيلډ مارشلد بنګله ديشي ائيرچيف سره ملاقات

Jan 8, 2026 - 22:34
 0  4
دفيلډ مارشلد بنګله ديشي ائيرچيف سره ملاقات

راولپنډۍ: د دفاعي ځواکونو مشر فیلډ مارشل عاصم منیر سره د بنګله دېش د هوايي ځواک مشر حسن محمود خان ملاقات وکړو. په دې ملاقات کې د دواړو هېوادونو د دفاعي اړیکو او د سیمې د امنيت په اړه خبرې وشوې۔

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی اېس پي آر) له مخې، د پنجشنبې په ورځ فیلډ مارشل سید عاصم منیر د بنګله دېش د هوايي ځواک مشر حسن محمود خان سره ولیدل۔

په ملاقات کې د دواړو هېوادونو د دفاعي اړیکو، د سیمې د سلامتیا او د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ د دفاعي تعاون د لا مضبوطولو په اړه خبرې وشوې۔

آی اېس پي آر وویل چې په ملاقات کې د پوځي مسلکي همکاریو او د تربیتي تبادلو د زیاتولو باندې زور ورکړل شو۔

د بنګله دېش هوايي ځواک مشر د پاکستان پوځ د مسلکي وړتیا ستاینه وکړه او په سیمه کې د امن او ثبات لپاره یې د پاکستان پوځ د کردار تعریف وکړ۔

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي