قومي اسمبلي: کم عمره جينۍ سره په وادۀ کولو دريوو کلونو پورې دسزا بل منظور

May 17, 2025 - 10:03
 0  0
قومي اسمبلي: کم عمره جينۍ سره په وادۀ کولو دريوو کلونو پورې دسزا بل منظور
THE NATIONAL ASSEMBLY

اسلام اباد: قومي اسمبلۍ د اپوزيشن  دسخت مخالفت باوجود انکم ټيکس ترميم بل پشمول اتۀ بلونه په يوه ورځ کښې  منظور کړيدي.

په اسلام اباد کښې  په چائيلډ ميرج دپابندۍ په اړه بل  منظور کړے شوے دے

دبل لاندې داتلسو کلونو نه دکم عمر ماشومانو نکاح اندراج په قانوني توګه جرم ګرځول شوے دے.

 دبل لاندې  به نکاح رجسټرار  دکم عمره ماشومانو دوادۀ داندراج نۀ کولو پابندي وي.

نکاح لوستونکے شخص به دنکاح لوستلو يا رجسټرډ کولو نه وړاندې ددواړو فريقو د کمپيوټرائزډ شناختي کارډونو موجودګي يقيني کوي، داتلسو کلونو نه دکم عمره جينۍ سره وادۀ به هم جرم وي.

 داتلسو کلونو نه دزيات عمر دسړي دکم عمره جينۍ سره په وادۀ سزا مقرر  کړے شوې ده، دکم عمره جينۍ سره په وادۀ کولو  به کم نه کم دوه کاله اؤ زيات نه زيات درې کاله بامشقته قيد وي، کم عمره جينۍ سره په وادۀ کولو به جرمانه هم لګيږي.

 دبل ترمخه  دکم عمره ماشومانو درضامندۍ يا بغير درضا نه دوادۀ په نتيجه کښې  مباشرت به دنابالغه تن سره زياتے ګڼلے شي، نابالغه  ناوې يا دوادۀ دزلمي وادۀ ته مائيله کولو، مجبوره کولو، هڅولواؤ په زبردستۍ کوونکے شخص به هم دزياتي مرتکب ګڼلے شي.

دنابالغه ناوې يا دوادۀ زلمي په وادۀ کولو به دپينځوو نه اوو کلونو پورې قيد، لس لکه روپۍ جرمانه يا دواړه کيدے شي

دوادۀ په غرض  دکوم ماشوم په ملازمت  دساتلو، پناه ورکولو يا په تحويل کښې ورکوونکے شخص  ته به ددريوو کلونو جرمانې سره سزا کيږي.

 داتلسو کلونو نه دکم عمر ماشومانو په وادۀ دوالدينو او سرپرست لپاره هم سزا ګانې مقرر کړے شويدي، دکم عمره ماشومانو دوادۀ په وده، بدسلوکۍ يا دوادۀ په کولو به والدينو ته ددريوو کلونو بامشقته قيد اؤ جرمانې سزا کيږي، دوادۀ لپاره دکم عمره ماشومانو په علاقې پريښودو مجبورولويا زبردستۍ کولو عمل دماشومانو سمګلنګ ګرځول شوے دے اؤ دماشومانو دسمګلنګ مرتکب شخص ته به دپينځوو نه اوو کلونو پورې قيد او دجرمانې سزا ورکولے شي، داتلسو کلونو نه دکم عمر ماشومانو دوادۀ ودرولو لپاره به عدالت ته دحکم امتناع ورکولو اختيار وي، عدالت به دکم عمره ماشومانو دوادۀ په اړه دمقدمو په ٩٠ ورځو کښې دسرته رسولو پابند وي.

دا بل به په وفاقي دارالحکومت کښې په فوري توګه نافذالعمل وي.

دخزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب انکم ټيکس ترميمي بل ٢٠٢٤م ايوان ته په دريم ځل پيش کړے کوم چې قومي اسمبلۍ درائې په کثرت سره  منظور کړے دے، اپوزيشن غړو دپل مخالفت کړے دے.

 دبل لاندې به دوفاقي حکومت  په سيکورټيز ترلاسه کيدونکې امدنۍ باندې  دزياتې شرحې په نفاذ کښې  ټيکس دهندګانو ته  دپېښو مشکلاتو ازاله وشي  اؤ دبينکنګ  کمپنيو په مجموعي کاروبآري امدنۍ به دټيکس شرحه معقوله جوړه کړے شي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي