پنجاب کښې را سره تعلق لرونکي ١٢ ترهه ګر ګرفتار

Dec 8, 2025 - 15:54
 0  1
پنجاب کښې را سره تعلق لرونکي ١٢ ترهه ګر ګرفتار

 دترهه ګرۍ دمخنيوي ادارې پنجاب لاهور، فيصل اباد اؤ بهاولپور کښې مختلفې کارروايۍ کړيدي اؤ دبهارتي خفيه ايجنسۍ را سره تعلق لرونکي دولس  دهشت ګرد ئې ګرفتار کړيدي، دسي ټي ډي ترجمان وينا ده چې دملزمانو نه دحساسو مقاماتو تصويرونه، ويډيو ګانې، وسله اړ بارودي مواد برامد شويدي، ددهشت ګردو نه ديوې مدرسې اؤ يوې ميلې تصويرونه، ويډيو اؤ لوکيشن هم برامد شوے دے. دترجمان ترمخه لاهور نه دهشت ګرد سکهـ ديپ سنګهـ، عظمت، فيضان، نبيل، ابرار، عثمان، سرفراز ګرفتار کړے شويدي. ترجمان وئيلي دي چې دبهاولپور نه ګرفتار دفتنه الهندوستان دهشت ګردو کښې رجب، هاشم، ثاقب اؤ عارف شامل دي، دبهارت نه اپريډ کوونکي دعادل په نوم فيس بوک ائي ډي په مدد سره دهشت ګرد ګرفتار کړے شويدي. دهشت ګرد سکهـ ديپ سنګهـ په پيدائشي توګه کرسچن ؤ چې څه موده وړاندې ئې خپل مذهب بدل کړے، دهشت ګردو ته دبهارتي ايجنسۍ را نه دروند فنډنګ هم کيدو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي