نوښار کښې دغيرت په نوم خاوند ناوې ووژله

Dec 3, 2025 - 17:03
 0  61
نوښار کښې دغيرت په نوم خاوند ناوې ووژله

نوښار( وحدت خبريال) دنوښار پير سباق غلا ډهير کښې دغيرت په نوم ظالم خاوند خپله ناوې ښځه دتشدد نه پس په بې دردۍ سره په ډزو قتل کړې ده، په مقتولې ١٧ کلنې ثمينه خان دناجائزه تعلقاتو تور پورې کړے شوے اؤ خپل خاوند وړومبے سنګساره کړې ، سخت تشدد ئې پرې کړے اؤ  بيا ئې په ډزو وژلې ده، دعلاقې خلقو دثمينه خان په چغو اوريدو سره پوليس ته اطلاع ورکړې ده، پوليس  قاتل دوسلې سره نيولے دے، دپوليسو ترمخه  دثمينه خان مړے پوسټ مارټم لپاره ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال نوښار ته منتقل کړے شوے دے،  پوسټ مارټم کښې   دمقتولې په بدن دتشدد اؤ ځان بچ کولو لپاره دسخت مزاحمت نخښې واضحه موجودې دي، دپوليسو ترمخه  مجرم دخپل جرم اعتراف کړے اؤ وئيلي ئې دي چې ددۀ دميرمنې دنورو سړو سره تعلقات وو چې په دې ئې په هغې تشدد کړے اؤ بيا ئې وژلې ده، دۀ وئيلي کوم جرم ئې نۀ دے کړے. دپوسټ مارټم نه پس  دمقتولې ثمينه خان مړے وارثانو ته سپارل شوے دے. دهغې دمور په مدعيت کښې په نوښار کلان تاڼه کښې مقدمه درج کړے شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي