افغانستان په پاکستان کښې سياسي انتشار پيدا کوي، حيدرهوتي

Nov 30, 2025 - 14:48
 0  34
افغانستان په پاکستان کښې سياسي انتشار پيدا کوي، حيدرهوتي

 نوښار( وحدت خبريال) دهند نه پس افغانستان هم په پاکستان کښې دسياسي انتشار پيدا کولو دسازش برخه جوړه  شوې ده، په نوښار کښې ميډيا سره دخبرو په دوران اميرحيدر خان هوتي ووئيل چې  صوبائي حکومت په ترهه ګرۍ خاموش تماشبين جوړ شوے دے ، عملي اقدامات نۀ ښکاري، دۀ ووئيل چې دخېبرپښتونخوا وزيراعلى دائي ايس ايف رهنما نۀ ده هغه اوس وزيراعلى جوړ شوے دے، دعمران خان رهائي دهغه دپارټۍ نظريه ده  خو  دخېبرپښتونخوا عوام  دنورو محروميو ښکار کيږي، دۀ ووئيل چې ددهشت ګردۍ خلاف به صوبائي حکومت ته اونر شپ اخستل وي، دۀ ووئيل چې  دصوبائي حکومت دغيرسنجيده طرز عمل په وجه په دهشت ګردۍ کښې اضافه روانه ده. اميرحيدر خان هوتي ووئيل چې  دمسائيلو دحل لپاره به حکومت اؤ رياست ته خپلې خپلې ذمه وارۍ پوره کول دي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي