بلوچستان کښې دپوليسو په تاڼه اؤ چيک پوسټ حمله

Nov 5, 2025 - 11:43
 0  2
بلوچستان کښې دپوليسو په تاڼه اؤ چيک پوسټ حمله

  نامعلوم وسلوالو د سه‌شنبې ماښام د بلوچستان د کهچي ضلعې په يوه پوليس تاڼه بريد کړے او هغې ته يې اور اچولے دے، بل‌خوا د کوئټې د لوېديز باي‌پاس په سيمه کې پۀ يوې چيک  هم د   دلاسي بم  (هېنډ ګرېنېډ) بريد شوے دے۔ د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دولتي چارواکو ويلي چې شاوخوا دوه درځنه  نامعلومو وسلوالو  چې درنې وسلې ئې لرلې، د کټهان پوليس تاڼې باندې بريد وکړو۔ دا تاڼه تازه د لايو سټاک د يوې ودانۍ دننه جوړه شوې وه، او له هغه وروسته پوليسو ته سپارل شوې وه کله چې د ليويز اهلکار پوليسو  کښې ضم  شول۔ بريدکوونکي د تاڼې دننه دوه   کوټو  ته ننوتل، د حکومتي اسنادو او فرنيچر ته ئې اور واچولو، او له هغه ځايه يې دوه وسلې (يوه ايس‌اېم‌جي او يوه جي-۳)، يو موبايل فون او يوه شخصي موټرسايکل له ځان سره يووړو او وتښتېدل د يو مشر چارواکي په وينا، د بريدکوونکو د شمېر له امله نزدې په يوه کور کښې اوسېدونکي پخواني ليويز اهلکارو د دفاع توان نه‌لرلو، خو د نېکمرغۍ خبره دا ده چې هېڅ څوک نه دي وژل شوي او نه ټپي شوي۔ سيمه‌ييز پوليس او امنيتي ځواکونه د پېښې له خبرېدو سره سم موقعې ته ورسېدل، سيمه يې چاپېره کړه او د بريدګرو د نيولو لپاره يې ګډ لټون‌عمليات پيل کړل۔ د پېښې پلټنې د سي ټي ډي (د ترهګرۍ ضد څانګې) د سبي رينج لخوا پيل شوې دي۔  بلخوا  په کوئټه کښې د لوېديز باي‌پاس په سيمه کښې نامعلوم موټرسايکل‌سوارو د امنيتي ځواکونو پۀ يوه چيک پوستې د لاس‌ بم  بريد کړے۔ د پوليسو د چارواکو په وينا، موټرسايکل‌سوارو دوه ګرېنېډونه چيک پوستې سره نږدز وغورږول، چې نزدې ځائے کښې وچاودېدل، خو د نېکمرغۍ خبره دا ده چې هېڅ انساني زيان نه دے شوے۔

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي