ترکيه اؤ قطر په خوش اسلوبۍ سره دثالثۍ کردار ادا کوي، ددفاع وزير
ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې ترکيه اؤ قطر په خوش اسلوبۍ سره دثالثۍ کردار ادا کوي، ددفاع وزير وئيلي دي چې په تورخم پوله به څه قسمه تجارت نۀ کيږي، دبې دخلۍ عمل جاري پاتې کيدل پکار دي ، دۀ وئيلي دي چې بهارت مونږ په مشرقي اؤ مغربي سرحدونو مصروف ساتل غواړي، په سيالکوټ کښې ميډيا سره خبرو کښې دۀ ووئيل چې تورخم بارډر دغيرقانوني ميشتوو افغانانو دبې دخلۍ لپاره پرانستل شوے دے، دۀ ووئيل چې دا وخت هر څيز معطل دے، ويزا پروسس هم بند دے، ترڅو چې دخبرو اترو عمل نۀ وي مکمل شوے، دا عمل به معطل وي. دافغان وګړو معامله په وړومبي ځل په بين الاقوامي سطحه راغلې ده، دۀ ووييل چې وړومبے خو به دغيرقانوني ميشتوو افغانانو مسئله افغانستان نۀ تسليموله، ددوي موقف ؤ چې دا مسئله دپاکستان ده، اوس ددې په بين الاقوامي کچه اونر شپ مخې ته راغلے دے، په ترکيه کښې په خبرو کښې دا شق هم شامل دے چې کۀ چرې دهلته نه کوم غيرقانوني سرګرمي کيږي نو ددې به هرجانه وي. دۀ ووئيل زمونږ داړخ نه خو څه قسمه حرکت نۀ کيږي، دجنګ بندۍ خلاف ورزي مونږ خو نۀ کوو، افغانستان ئې کوي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0