ايران کښې اسرائيلو لپاره دجاسوسۍ په تور ٢٠ کسان ګرفتار
تهران( ميډيا رپورټ) د ايران په بېلابېلو سيمو کښې لسګونه کسان اسرائيلو ته د حساسو معلوماتو رسولو په تور نيول شوي دي چې پکښې 20 کسان باقاعده ګرفتار کړل شوي دي۔ د ايراني رسنيو د راپور له مخې، د صوبائي پراسيکيوټر دفتر د تورونو پۀ بنسټ 20 کسان ونيول شول چې پرې د ايران د پوځ او امنيتي تنصيباتو د ځايونو تفصيلات اسرائيلو ته د لېږلو الزام دے۔ راپور زياتوي چې د ايران په شمال ختيزه سيمه کښې، چې تر ډېره د اسرائيلو او امريکا له هوائي حملو خوندي پاتې شوې، 10 کسان نيول شوي دي. پۀ ځينو ئې د حساسو ځايونو او اقتصادي انفراسټرکچر معلوماتو راټولولو تور لګېدلے دے۔ د تسنيم خبري اژانس له مخې، د پاسداران انقلاب استخباراتي ادارې وئيلي دي چې کله صهيوني دښمن (اسرائيل) او امريکا پۀ ايران د حملې هڅه کوي، نو په يو وخت کښې د کرايه پوځيان او جاسوسان هم فعالوي څو د بل پړاو په توګه ګډوډے رامنځته کړي۔ يو بل راپور وايي چې د لورستان صوبه کښې 3 کسان هم نيول شوي دي چې پرې د خلقو راپارولو او مهمو نخښو سوزولو د هڅې تور لګېدلے دے۔
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0